د روسيې او هند مشرانو د افغانستان د حالاتو په اړه ټليفوني خبرې وکړې
cri2021-08-25 11:50:57
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د هند صدراعظم ناريندرا مودي د اګست په ۲۴مه نېټه په ټليفوني خبرو کې د افغانستان د حالاتو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د روسيې د کريملين ماڼۍ ويبپاڼې په همدې ورځ د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې ولسمشر پوتين له مودي سره د افغانستان د حالاتو په اړه ټليفوني خبرې کړي. دواړو مشرانو په دې ټينګار کړی، چې د افغانستان د سولې، ثبات او سيمه ييز امنيت د ساتنې، د خپلمنځي اړيکو د تقويې، د تروريزم د خپرېدو د مخنيوي او د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره به ګډې هڅې وکړي. (شکريه)