لي که چيانګ د چین د دولتي شورا د دايمي چارو د غونډې مشري وکړه
cri2021-08-26 10:25:00
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د اګست په ۲۵مه نېټه د دولتي شورا د دايمي چارو د غونډې مشري وکړه او د یانګ ځه سيند پر غاړه د پرتې اقتصادي سيمې د پرمختګ لپاره يې د مالي ملاتړ کارونه ترتيب کړل. دغه راز په دغه غونډه کې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۳۰ کاله پورې د چيني ښځو د پرمختګ کړنلاره او له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۳۰کال پورې د چین د ماشومانو د پرمختګ کړنلاره هم تصويپ شوه.(غاټول)