که جاپان سمندر ته د فوکوشما اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه ورخوشې کړي، د سيمې هېوادونه به له دغه هېواد څخه د تاوان اخيستلو حق ولري!
cri2021-08-26 11:26:20
شريکول:

د جاپان خبري رسنيو د اګست په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د جاپان حکومت او د توکيو برېښنا شرکت پرېکړه کړې، چې د تونل له لارې به سمندر ته د فوکوشما اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه ورخوشې کړي. جاپاني چارواکي پر دې اند دي، چې له دې لارې به وکولی شي، چې په ډېرې اسانۍ يادې ککړې اوبه سمندر کې خورې کړي.

د جاپان حکومت د خپل هېواد او بهرنيو هېوادونو له سخت مخالفت سره سره په يو اړخيز ډول ياده خطرناکه پرېکړه کړې ده، که جاپان ياده کړنه تر سره کړي، نو د آسيان او ارام سمندري سيمې ګاونډي هېوادونه او د نړۍ ټول ساحلي هېوادونه به له دغه هېواد څخه د تاوان اخيستلو حق ولري!

د جاپان حکومت د سږ کال په اپرېل کې اعلان وکړ، چې د فوتوشيما اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه به تر دوو کلونو وروسته سمندر کې خورې کړي. نړيوالې ټولنې د دغه هېواد ياده پرېکړه سخته غندلې ده. د جاپان حکومت د ککړو اوبو د خطرونو د پټولو کوښښ کوي او مجبور دی، چې له نورو هېوادونو او سازمانونو سره د همکارۍ رويه څرګنده کړه، لکه، د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ څيړنيزې ډلې ته بلنه ورکړې، چې د ککړو اوبو د " زيان " ارزونه وکړي. (شکريه)