د امريکا واشينګټن پوسټ ورځپاڼې د يوه امريکايي قوماندان په قول ليکلي، چې هغه د افغانستان په بېلابېلو ځايونو کې جګړې کړې او زيات زيانونه يې ليدلي دي. هغه له امريکايي چارواکو غوښتي، چې د افغانستان له پېښو څخه زده کړه وکړي.
هغه ويلي، چې د امريکا حکومت بايد له افغانستان څخه د وروستيو امريکايي عسکرو د ايستلو کار د خونديتوب لپاره دغه هېواد ته ځواکونه لېږلي وای. د امريکا حکومت بايد اوس يو څرګند پلان جوړ کړي، څو د امريکا له افغان ملګرو سره مرسته وکړي.