چين : له افغانستان سره به د ګاونډي دوستانه همکارۍ جارې وساتو
cri2021-08-26 10:51:17
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۲۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د طالب مشرانو  او په افغانستان کې د چين د لوی سفير ترمنځ د کتنې په هکله وويل چې چين د افغانستان له طالبانو سره د نظريو اغيزمنې تبادلې کړې او اوس مهال کابل د دواړو خواوو ترمنځ د بحثونو مهم ډګر ګڼل کيږي.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان پر وړاندې د چين تګلاره څرګنده ده. مونږ د افغانستان حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته درناوی کوو او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې پر نه لاس وهنې ټينګار کوو او د ټولو افغانانو پر وړاندې دوستانه تګلاره غوره کوو. چين د افغانانو پرېکړو ته درناوی کوي او د افغانستان برخليک باید د افغانانو له خوا وټاکل شي، دغه راز چين غواړي چې له افغانستان سره د ګاونډي په حيث دوستانه همکاريو ته وده ورکړي او د دغه هېواد د سولې او بيارغونې لپاره به رغنده رول ولوبوي.(غاټول)