د ايران پارلمان ۱۸ نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړه
cri2021-08-26 11:12:55
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران پارلمان د اګست په ۲۵مه نېټه د دې هېواد د کابېنې ۱۸ نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړه، د ايران د پوهنې نوماند وزير و نه توانيده، چې د پارلمان د غړو باور خپل کړي.

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي به د دې هېواد پارلمان ته د پوهنې وزارت لپاره يو بل نوماند وزير وروپېژني.

ابراهيم رئيسي د اګست په ۵مه نېټه د ايران د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او د همدې مياشتې په ۱۱مه نېټه يې پارلمان ته د نوماند وزيرانو ليست وړاندې کړ. (شکريه)