چين : امريکا دې د فضايي سولې او امنيت د ساتلو په ګټه کارونه تر سره کړيزق
cri2021-08-26 10:31:35
شريکول:

 د امريکا د فضايي چارو د قوماندانۍ قوماندان جامس ديکينسن په دې وروستيو ورځو کې په فضا کې د پوځي توان د پياوړتيا په هکله څرګندونې کړې دي، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د اګست په ۲۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين هيله لري چې امريکا د يو لوی هېواد په توګه خپله دنده پر غاړه ولري او د فضايي سولې او امنيت د ساتلو په ګټه کارونه تر سره کړي. د دې ترڅنګ هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په فضا کې د پوځي سياليو ننګونو ته پاملرنه وکړي او په فعاله توګه دې په فضا کې د پوځي وسلو د کنټرول د قانوني سند په هکله خبرو اترو کې ګډون وکړي.

 د امريکا د فضايي چارو د قوماندانۍ  قوماندان جامس ديکينسن د اګست په ۲۴مه نېټه وويل چې د امريکا د فضايي چارو قوماندانۍ اوس ابتدايي جنګي توان لري او په راتلونکو څو کلونو کې به بشپړ جنګي توان ولري. (غاټول)