په ګرده نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۱۳ ميليونو، ۵۰ زرو او ۷۲۵ ته رسېدلی
cri2021-08-26 11:12:32
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اګيست په ۲۵مه نېټه يو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۴ بجو او ۳۸ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۶۶۴ زره او ۶۱۰ نوې پېښې ثبت شوي او عمومي شمېر يې ۲۱۳ ميليونو، ۵۰ زرو او ۷۲۵ تنو ته رسېدلی دی. په همدغه موده کې د دې وبا له امله ۸۰۲۳ تنه مړه شوي او په دې سره د مړينې عمومي شمېر ۴ ميليونو، ۴۴۸ زرو او ۳۵۲ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)