په ژنيو کې د م.م په مقر کې د چين دايمي استازي چن شيو د اګست په ۲۴مه نېټه د روغتيا نړیوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ته د کوويد-۱۹ ويروس د ريښې موندلو په اړه يو پيغام ليږلی او د چين دريځ يې پکې څرګند کړی دی.
نوموړي ويلي، د یاد سازمان او چين ګډ څيړنيز راپور ښيي، چې هيڅ داسې امکان نه ليدل کيږي چې کوويډ-۱۹ ويروس دې د وو هان له لابراتور څخه خپور شوی وي. که کوم هېواد په دې نظر وي، چې دغه ويروس ښايي له بيولوژيکي لابراتوار څخه خپور شوی وي، نو روغتيا نړيوال سازمان بايد د عادلانه اصل پر بنسټ د امريکا په ديتريک لابراتوار او شمالي کارولينا پوهنتون کې څېړنې هم تر سره کړي. (شکريه)