د امريکا استخباراتي اداره د پروپاګنډ خپرولو او د عامه ذهنيت د کنټرول لپاره هيڅ هڅه نه سپموي
cri2021-08-26 14:33:33
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن درې مياشتې وړاندې د دې هيواد  استخباراتي ادارې ته امر وکړ، چې په ۹۰ ورځو کې، يعنې د اګست تر ۲۴ مې نېټې مخکې د کرونا وبا ريښې موندلو په اړه پلټنه بشپړه او پايله يې خپره کړي.

 د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به ياد راپور خپور کړي.

حقيقت دا دی، چې امريکا د روغتيايي او طبي ستونزو د هواري دنده مسلکي روغتيايي او طبي متخصصينو ته نه، بلکې استخباراتي ادارې ته سپارلې او له دې څخه مالوميږي، چې امريکايي سياسستوال يوه سياسي ډرامه تمثيل کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير مايک پومپيو خپله استخباراتي اداره په شرموونکي ډول ارزيابي کړې وه او ويلي يې وو، چې مونږ ټول دروغ وايو، دوکې او غلاوې کوو.

که تاريخ ته ځغلنده کتنه وکړو، نو په اسانۍ به وپوهيږو، چې د امريکا استخباراتي ادارې د دغه هېواد د تسلط او بادارۍ غوښتنې لپاره  بې شمېره  ناروا او  بدرنګ کارونه کړي دي. دلته به يې يو کوچنی مثال راوړو.

د امريکا د وخت ولسمشر لينډن بينيس جانسن د ۱۹۶۴ کال د اګست په لومړيو کې د دغه هېواد پارلمان ته په راپور کې وويل، چې  دوه امريکايي پوځي بېړې د ټونکين خليج (Tonkin Gulf) په نړيواله عامه سمندري سيمه کې د ويتنامي بېړۍ تر بريد لاندې  راغلې دي. امريکايي پارلمان د دې راپور پر اساس د ويتنام پر وړاندې جګړه پيل کړه، خو له ډېرو کلونو وروسته استخباراتي سندونه او مالومات افشا شول او دا مالومه شوه، چې امریکايي استخباراتي ادارې جعلي معلومات وړاندې کړي وو او د جنګ لپاره يې يوه دسيسه جوړه کړې وه او يوازېنۍ موخه یې دا وه، چې د ويتنام پر وړاندې د جګړې د پيلولو لپاره مساعد دليل وړاندې کړي.

د امريکا استخباراتي ادارې په منځني ختيځ لکه عراق او سوريې کې هم ورته ډول دسيسې جوړې کړې، جعلي شواهد يې وړاندې کړل او پر دغو هېوادونو يې جګړې وتپلې.

د امريکا استخباراتي ادارې د تېرې پېړۍ له څلورمې لسيزې څخه د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې له خبريالانو او رسنيو څخه په ګټې اخيستنې مالومات راټول کړي، عامه نظرونه يې تخريب کړي او د ګواټيمالا (Guatemala)په ګډون څو هېوادونو کې يې د خپلو پلاويانو په مټ کودتاوې کړې دي.

د امريکا استخباراتي ادارې  د پروپاګند خپرولو او د عامه ذهن د کنټرول لپاره  هيڅ هڅه نه سپموي.

والسټريټ ورځپاڼې د روان کال په مۍ کې يو جعلي راپور خپور کړ او ويلي يې وو، چې د چين د وو هان لابراتوار درې کارکوونکي د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې پر خطرناک ويروس اخته شوي وو. له دغه خبر څخه درې مياشتې وروسته سي اېن اېن راپور ورکړ، چې د امريکا استخباراتي ادارې د وو هان له لابراتوار څخه د جين (gene) ډېټا او مالومات ترلاسه کړي، چې د کرونا د ريښې موندلو لپاره ډېر اهميت لري.

له شک پرته امریکايي استخباراتي اداره د خپلو سياسيونو په غوښتنې پر چين د تور لګولو په لټه کې ده.

ساينس بايد له سياسي لوبو څخه لرې وساتل شي او د سياسيونو وسله او وسیله بايد ونه ګرځي.

د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ډلې د روان کال په مارچ کې له چيني متخصصينو سره په ګډه په چين کې د کرونا ريښې د موندلو په پار پلټنه وکړه او پایله یې خپره کړه، چې له مخې يې دا هيڅ شواهد نشته او نه هم امکان لري، چې کوويډ-۱۹ دې د چین له لابراتوار څخه خپور شوی وي.

 چين وايي، چې د امريکا  تور لګونې او بې ځايه کړنو ته به هيڅ حوصله ونه کړي.

نږدې ۸۰ هېوادونو پدې وروستیو ورځو کې د روغتيا نړیوال سازمان عمومي مدير ته پيغامونه ليږلي او د کوويډـ۱۹ د ريښې موندلو چارو له سياسي کېدو سره يې مخالفت څرګند کړی دی. که د امريکا حکومت او استخباراتي اداره يې له خپلې دسيسې څخه لاس وانخلي، نو له شک پرته ټوله نړۍ به یې درنه بیه پرې کړي.