د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د دفاع وزارت د اګيست په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د ترکيې پوځونو په افغانستان کې خپله دنده بشپړه کړې او اوس د دې وخت دي چې له دې هېواده ووځي. په دې اعلاميه کې راغلي، چې د ترکيې پوځونو د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ګډوډۍ د نه رامنځته کېدو په پار د نورو هېوادونو له سرتېريو سره يو ځای ګډ تدبيرونه نيولي دي.
په افغانستان کې د ترکيې کابو ۶۰۰ سرتيري میشت وو. (هيله)