امريکا ومنله چې ۱۲ امريکايي عسکر يې د کابل هوايي ډګر په چاودنه کې وژل شوي دي
CRI2021-08-27 10:22:31
شريکول:

د امريکا د مرکزي قومندانۍ قوماندان جنرال کېنېس مکنزي د اګست په ۲۶مه نېټه وويل، چې په همدې ورځ د افغانستان په پلازمينه کابل کې هوايي ډګر ته نژدی دوې ځان مرګې بمي چاودنې شوي چې له امله يې ۱۲ امريکايي عسکر وژل شوي او ۱۵تنه ټپيان شوي دي، دغو بمي چاودنو ډېرو افغان ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اړولې ده.

نوموړي په همدې ورځ په پنټاګون کې يوه خبري ناسته کې وويل، چې د داعش وسله والو  د کابل هوايي ډګر ته نژدې چاوديدونکو توکو ته چاودنې ورکړي او له چاودنو وروسته څو داعشي وسله والو د کابل هوايي ډګر د ابې دروازې ته نژدې پر امريکايي پوځ او ملکي وګړيو ډزې کړې دي.