جوبايډن: امريکا به د ټاکلي پلان له مخې له افغانستان خپل ځواکونه وباسي
CRI2021-08-27 15:14:26
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جوبايډن د اګست په ۲۶مه نېټه وويل، چې امريکا به په افغانستان کې د داعش پر فرعي ډلې حملې وکړي، او د کابل هوايي ډګر د بريدونو غچ به ترې واخلي. نوموړي زياته کړه، چې امريکايي ځواکونه به د ټاکلي پلان له مخې له افغانستان څخه ووځي.

د اګست په ۲۶مه نېټه د کابل هوايي ډګر ابي ګېټ ته نژدې ۲ ځانمرګي بريدونه وشول، چې له امله يې  ۱۳ امريکايي سرتيري وژل شوي او ۱۸ ټپيان دي. جوبايډن د همدې ورځې په ماسپښين د يادې پېښې په اړه په خپلې وينا کې وويل، چې امريکا کره شواهد لري، چې په افغانستان کې د داعش فرعي ډلې دغه بريدونه تر سره کړي دي. نوموړي د امريکا پوځي ادارې ته حکم کړی، چې د داعش ډلې پر مشرانو او تاسيساتو د بريدونو پلان جوړ کړي.

جوبايډن وويل، چې امريکا به د ټاکلي پلان له مخې له افغانستانه خپل ځواکونه اوباسي او ورپسې به هڅه وکړي، چې له دغه هېواد څخه د خپلو اتباعو او افغان ملګرو په وتلو کې مرسته وکړي.

داعش ډلې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يادو ځانمرګو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.