د چين د دفاع وزارت وياند تان که فې د اګيست په ۲۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې د چين ځواکونه به د سپتمبر له ۶مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د ګډ برخليک- ۲۰۲۱ تر عنوان لاندې د سوله ساتي په نوم لومړی نړيوال تمرين تر سره کړي. د چين، پاکستان، مغولیستان او ټايلنډ په شمول د ځينو هېوادونو څه باندې زر سرتيري به پکې ګډون ولري.
نوموړي وويل، چې چين د ملګرو ملتونو د سوله ساتو عملياتو کلک ملاتړ کوونکی او فعال ګډون کوونکی دی. د چين ځواکونه د انسانانو د ګډ برخليک نظريې جدي تطبيق کوي او د ملګرو ملتونو په اړوندو کړو وړو کې به نور هم فعال ګډون وکړي او غواړي د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو مهم ځواک وګرځي. (هيله)