چين : جاپان دې پر چين تېري کوونکو کړنو ته بيا کتنه وکړي او پر دغه هېواد د بې ځایه تورونو له لګولو څخه دې لاس واخلي
cri2021-08-27 12:04:49
شريکول:

د چين د دفاع وزارت وياند تان که فې د اګست په ۲۶مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، جاپان د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو سره سره په خپله خوښه " د چين پوځي ګواښ " مفکوره خپره کړې، چې دا د شرم کړنه ده او چين د دغه هېواد له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي.

نوموړي ويلي، دياويو ټاپو او د دې ټاپو شاوخوا ټاپوګان د چين د خاورې برخې دي، چين د جنوبي سمندر پر ټاپوګانو او شاوخوا سمندري قلمرو حاکميت لري، د ملي حاکميت، امنيت او انکشافي ګټو د ساتنې لپاره د چين هوډ ټینګ او کلک دی. هغه له جاپانه غوښتنه وکړه، چې پر چين خپلو تېري کوونکو عملونو ته بيا کتنه وکړي او پر دغه هېواد د بې ځایه تورونو له لګولو څخه دې لاس واخلي. (شکريه)