د CGTN سروې : د نړۍ څه باندې ۸۰ سلنه انټرنيټ کاروونکي په دې اند دي، چې امريکا په افغانستان کې ناکامه شوه
cri2021-08-27 12:06:18
شريکول:

د سي جي ټي اين (CGTN) فکري ارګان د اګست په ۲۰مه نېټه په چيني، انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو په ټويټر، فېسبوک، يوټوب، ويبلاک او ويچېټ کې انلاين نظرپوښتنه تر سره کړې ده.

د دغه ارګان لومړۍ پوښتنه : امريکا په ۲۰۰۱م کال کې له ترهګرو سره د مبارزې په پلمه د افغانستان جګړه پيل کړه او په ۲۰۲۱م کال کې يې له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه په چټکۍ اوباسل، ستاسو په اند، ايا امريکا د افغانستان په جګړه کې ناکامه شوې ؟

د دې نظر پوښتنې څه باندې ۸۴.۶ سلنه برخوالو ويلي، چې د امريکا حکومت د افغانستان په مسئله کې پاتې راغلی دی.

دغه فکري ارګان دوهمه پوښتنه په دې ډول کړې :

امريکا له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته، د شمالي کوريا، ويتنام، عراق او افغانستان جګړې پيل کړې، څه فکر کوئ، چې دغو جګړو دغو يادو هېوادونو ته څه رسولي ؟ د دې نظر پوښتنې ۸۱.۹ سلنه برخوالو ويلي، چې دغو جګړو ټول هېوادونه زيانمن کړي، په يادو هېوادونو کې يې خلکو ته ډېره مرګژوبله اړولې، خلکو ته يې دردونه او غمونه ورکړي او ډېر وګړي يې ناهيلي کړي دي. (شکريه)