چين : جاپان سمندر ته د فوکوشما اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د خوشي کولو اجازه نه لري
cri2021-08-27 12:03:37
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۲۶مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې له جاپان څخه وغوښتل، چې له اړوندو خواوو او نړيوالو سازمانونو سره له پوره سلا مشورو مخکې سمندر ته د فوکوشما اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د خوشي کولو کار پيل نه کړي.

د مالوماتو له مخې، د جاپان حکومت او د توکيو برېښنا شرکت د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه پرېکړه کړې، چې د تونل له لارې به سمندر ته د فوکوشما اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه ورخوشي کړي. د کوريا جمهوريت يو حکومتي چارواکي په دې وروستيو له دغه هېواد سره په سلا مشورو کې د جاپان په يادې يو اړخيزې پرېکړې اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې جاپان بايد د يادې چارې په اړه له ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره سلا مشورې او نظر تبادلې وکړي او دا د جاپان دنده ده. (شکريه)