هېڅ داسې ثبوت نه شته، چې وښيي، د کوويډ-۱۹ ويروس دې په لابراتوار کې رامنځته شوی وي
cri2021-08-27 12:02:04
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان ۱۰ کارپوهانو د اګست په ۲۶مه نېټه په نيچر مجله کې د يوې ګډې مقالې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې د کوويډ-۱۹ ويروس د ريښې موندلو په اړه د چين او روغتيا سازمان د ګډ څيړنيز راپور له خپرېدو راهيسې، موږ له بېلا بېلو خواوو څخه علنۍ غوښتنه کړې، چې داسې ثبوت ياد سازمان ته وړاندې کړي، چې وښيي کوويډـ۱۹ ويروس له لابراتوار څخه خپور شوی، خو تر اوسه هيڅ داسې ثبوت نه دی مخته کړی.

دوی په دې ګډه مقاله کې په چين کې د کارپوهانو ډلې څيړنيز کار ته د بيا کتنې پر مهال ويلي، چې دوی د کلينيکي طبي چارو، لابراتوار او د عامې روغتيا چارو له کارکوونکو سره مرکې کړي او د کوويډ-۱۹ پر ضد د بيړنۍ مبارزې او ژورې څيړنې دندې لرونکو ارګانونو سره يې ليدلي دي. د چين بېلا بېلو خواوو هغه مهال د دوی له پلټنيز کارونو څخه ملاتړ کړی و.

" د چين څېړنيزې ډلې د ګډ پلټنيز راپور په اړه ګڼ شمېر مقدماتي کارونه بشپړ کړي، چې په دې جريان کې يې د څه باندې ۱۰۰۰ طبي کارپوهانو د شمېرو او مالوماتو د راغونډولو، ارزولو، ښودلو او څيړلو دندې پر غاړه اخيستې وې. "

په دې ګډه مقاله کې ويل شوي، چې د چين څيړنيزې ډلې هغه مهال له دوی سره ډېر زيات تازه مالومات شريک کړي وو. (شکريه)