د امريکا په فورټ ډتريک لابراتور او شمال کارولينه سيسټم کې د کرونا ويروس د رېښې پلټنه د چين معقوله غوښتنه ده
cri2021-08-27 11:41:26
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو پېښو اجرائيوي مشر مايکل ريان څو ورځې مخکې وويل چې د کرونا ويروس د رېښې او سرچينې د لټون ټول وړانديزونه او غوښتنې لا هم تر بحثونو لاندې دي. د امريکا په فورټ ډتريک لابراتور او شمال کارولينه سيستم کې د کرونا ويرس د رېښې پلټنه د چين معقوله غوښتنه نامناسبه ده، څرنګه چې دغه هېواد له لابراتور څخه د دغه ويروس د پورته کېدو له نظر سره کلک مخالفت کوي.  

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګيست په ۲۶مه نېټه په دې اړه وويل، د امريکا په فورټ ډتريک لابراتور او شمال کارولينه سيستم کې د کرونا ويروس د رېښې د  پلټنې په هکله د چين غوښتنه بيخي معقوله ده، چين غواړي چې د پلټنې واقعيتونه دا په ډګه کړي، چې ايا له لابراتور څخه د کرونا ويروس د پورته کېدو په هکله د امريکې نظريه د باور وړ ده او که نه او غواړي د دې ويروس د رېښې د لټون په بهير کې د امريکې سياسي خنډونه ليرې او د علمي هلو ځلو د ترسره کېدو لپاره شرايط برابر شي. (هيله)