د چين د کمونېست ګوند د برياليتوب راز په څه کې دی؟
cri2021-08-27 11:24:27
شريکول:

دا په نړيوالې ټولنې کې د پاملرنې وړ مسئله ده  چې د چين د کمونېست ګوند د پرمختګ او د برياليتوب راز په څه کې دی؟ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تبلیغاتو څانګې د اګست په ۲۶مه نېټه  د دغه ګوند د تاريخي دندې او عملي ارزښت په اړه سند خپور کړ او يادې پوښتنې ته هم پکې ځواب ويل شوی دی. د دغه سند له مخې د چين د کمونېست ګوند د برياليتوب راز دا دی چې ګوندي غړي پر خلکو تکيه کوي او موخه يې د همدغو خلکو د ګټو ساتنه ده.

په دغه څلوېښت زره کرکترونو لرونکي سند کې د چين د کمونېست ګوند د هڅو او زيارايستنې تاريخ، د دغه ګوند د حکومتوالۍ مفکوره، تجربو او لاسته راوړنو په باب معلومات وړاندې شوي دي. په دې ټولو کې د ياد ګوند او چینايانو ترمنځ د اړيکو محتوا د پاملرنې وړ ده. نړيواله ټولنه کولی شي چې د دغه سند له لارې هغه معلومات تر لاسه کړي چې د چين د کمونېست ګوند له کوم ځای څخه راغلی او په کوم لوری روان دی او ولی په تېرو مسلسلو څو کلونو کې د نړيوالو مشهورو ارګانونو په سروې کې د چين له حکومت څخه د چينايانو د ملاتړ انډول په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی.

د چين د کمونېست ګوند د مارکسيست ګوند په توګه  له فيوډالي واکمنۍ او بهرني یرغمل سره په مقاومت کې رامنځته شوی او چارې يې له خلکو پورې اړه لري. دا د چين په انقلاب، ابادۍ او اصلاحاتو کې د ياد ګوند دايمي اصول دي چې د خلکو په ګټه د کارونو پر تر سره کولو ټينګار کوي او له هغو کارونو سره چې د خلکو په ګټه نه دي، کلک مخالفت کوي.نو ځکه د چين د کمونېست ګوند د هڅو او زيار ايستنې موخه د خلکو له هيلو سره سمون لري. ياد ګوند په پيل کې يوازې څه باندې پنځوس غړي درلودل، خو اوس يې د غړو شمېر څه باندې ۹۵ ميليونو تنو ته رسيدلی دی.دوی ټول د چينايانو استازيتوب کوي. د چين د کمونېست ګوند د خلکو په مټ ځواک تر لاسه کړی او د دوی په اتکا يې ډېرې ستونزې لېرې کړي او برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

د بېلګې په توګه د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې د چينايانو هڅې يآدولی شو چې ډ ټولې نړۍ د پاملرنې وړ ګرځېدلې دي. د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مدير لوړ پوړي سلاکار بروس اېلوارډ چې د تېر کال په فبرورۍ کې وو هان ښار ته تللی و، وويل چې د وو هان ښار په سړکونو او کوڅو کې هېڅوک نه ليدل کيدل، خو د هرې کړکۍ تر شا د ښاريانو همکارۍ شتون درلود. د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس وويل چې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره د چينايانو قرباني د نړۍ لپاره ستر خدمت دی.

د بريټانيا د ټولنيزې اکاډمۍ اکاډميشن مارتين البرو دا په دې نظر دی چې د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د چينايانو د برياليتوب او د هېواد د  پرمختګ راز دا دی چې دغه ګوند تل د خلکو لپاره خدمت کړی او کوي يې. د دغه ګوند سل کلنو هڅو ته په کتو د چين د کمونېست ګوند موخه دا ده ، که چينايان د دغه هېواد ، ټولنې او خپل ځان واکدران وي، نو نیکمرغه ژوند به ولري او د ګډې شتمنۍ پر لوري به روان شي.

د امريکا د کمونېست ګوند ائتلافي رئيس روسانا کامبرون له چين څخه تر ليدنې وروسته وويل، د چين د کمونېست ګوند له پرمختيايي تاريخ څخه ښکاري چې که يو سياسي ګوند د خلکو ګټو ته لومړيتوب ور کړي، نو د برياليتوب امکانان به يې ډېر زيات وي. په حقيقت کې خلک د چين کمونېست ګوند په رګونو کې ورګډ شوي او اوس د دغه ګوند نه بدلېدونکی جين ګرځېدلی دی.

په نړۍ کې د لومړي لوی ګوند په توګه د چين د کمونېست ګوند د بريالیتوب راز دا دی چې تل يې د خلکو ګټو ته ارزښت ورکړی او ورکوي يې. د دغه هېواد خلک هم د دغه ګوند  د ښه راتلونکې د برابرولو خوځنده ځواک دی.