د چين د بهرنيو چارو وزارت د کابل په هوايي ډګر کې د چاودنو سخته غندنه وکړه
CRI2021-08-27 17:32:01
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په ۲۷مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين د کابل هوايي ډګر ابي ګيټ ته نژدې د شويو چاودنو سخته غندنه کوي. نوموړي په دغې پېښې کې پر مړو شويو کسانو خواشيني او د دوی خپلوانو او ټپيانو ته همدردي څرګنده کړي. هغه زياته کړه، چې چين له هر ډول ترهګرۍ سره ټينګ مخالفت او د ټولو ترهګريزو کړنو سخته غندنه کوي. چين هيله لري، چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي او د دې لپاره به ګډې هڅې وکړي، چې افغانستان بيا د ترهګرۍ ځاله ونه ګرځي.

نوموړي وويل، چې له دغو چاودنو څخه ښکاري، چې د افغانستان حالات لا هم پيچلي او ترينګلي دي. هغه هيله وښودله، چې اړوندې خواوې د دغه هېواد د وضعيت د ښه کېدو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي او د افغانانو او بهرنيو اتباعو امنيت وساتي.