چين په تاريخ کې د پرمختګ نه ليدوونکي معجزه جوړه کړې ده او د دغو سترو برياليتوبونو لامل د چين کمونېست ګوند لارښوونه ده. د نايجريا د ابوجيا پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې مشر شريف د يوې ليکنې په خپرولو سره د چين د پرمختګ په هکله خپلې نظريې څرګندې کړې. ډېر زيات نړيوال شننوونکي ورته نظريې لري او دوی غواړي په دې پوهيږي چې د چين کمونېست ګوند څنګه د خلکو په لارښوونه د پرمختګ معجزه کړې؟ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تبليغاتو څانګې تازه د چين کمونېست ګوند د تاريخي دندې او د فعاليتونو د ارزښت په نوم سند خپور کړ چې يادې پښتنې ته ځواب په کې ورکړل شوی.
د چين د پرمختګ برياليتوب بنسټيز لامل دا دی، چې د چين کمونېست ګوند د خلکو په لارښوونه پر خپلې لارې ټينګار کړی دی. د چين کمونېست ګوند د خلکو په لارښوونه يو لړ نوي ازمويښتي کارونه لټولي او د ټولنې توليد توان يې آزاد او پرمختګ کړی دی. په وروستيو کلونو کې د چين کمونېست ګوند په عمده توګه په خپل هېواد کې د مصرفوونکو چارو هڅونه وکړی او د هېواد په دننه او بهر کې د دوو دورانونو په بڼه د پرمختګ د نوي جوړښت د ابادۍ مهمې ستراتيژۍ يې جوړه کړی چې د چين د باکيفيته پرمختګ په ترڅ کې مهم انجن اچولی دی.