د امريکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ وياند بل اوربن د اګست د ۲۷ مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امريکايي ځواکونو په همدې ورځ په ننګرهار ولايت کې د داعش ډلې پر يوه پلان جوړونکي هوايي بريد وکړ. د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه پلان جوړنکی وژل شوی دی.