نړیوالې ټولنې د کابل په هوایي ډګر د برید غندنه وکړه
cri2021-08-28 10:46:47
شريکول:

د افغانستان په کابل کې پر ځايي وخت د اګست پر ۲۶مه د بمبارۍ له امله د افغان د عامو وګړو او د امريکايي سرتېريو په ګډون څه نا څه ۱۰۰ تنه مړه شوي دي. نړيوالې ټولنې دا پېښه سخته وغندل. د امريکا ولسمشر جو بايډن وويل چې په افغانستان کې به د داعش پر فرعي ډلې برید وکړي او په ورته وخت کې به له پلان سره سم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل دوام ولري.

د م.م امنيت شورا د روانې مياشتې پر ۲۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يادې بمبارۍ سخته غندنه وکړه. په اعلاميه کې ويل شوي چې د امنیت شورا غړو د ټول ترهګري او په قصدي ډول پر عامو وګړو د بريدونو سخته غندنه کوي. د امنیت شورا د غړو په وینا، اړوندې خواوې باید په ټولو شرایطو کې له نړیوال بشردوستانه قانون سره سم د عامو وګړو خوندیتوب د ساتلو په شمول خپلو مسؤلیتونو ته درناوی وکړي. د امنيت شورا غړو یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې د هر ډول ترهګری د نړیوالې سولې او امنیت لپاره تر ټولو سخت ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريس د اګست پر ۲۶مه خبریالانو ته وویل چې هغه په ​​کابل کې د ترهګريز برید سخته غندنه کوي او د ټولو قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اګست پر ۲۶مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد ولسمشر امانويل ماکرون هغه ترهګریز برید په کلکه غندي چې د کابل هوایی ډګر ته نږدې پیښ شوی. ماکرون اوس له آیرلنډ څخه پر لیدنې بوخت دی. هغه وويل چې دا برید ښیي چې په افغانستان کې کړکیچ مخ په ډېریدو دی.

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراغي د اګست پر ۲۶مه وویل چې دغه برید د نفرت وړ او وحشتناک دی. د هسپانیا لومړي وزیر پيدرو سانچیز وویل چې یواله ټولنه به له افغانانو سره ودریږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۶مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د یاد وحشیانه برید سخته غندنه وکړه او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه. د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل هوایي ډګر ته څېرمه هغه بمي برید غندلی دی.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې ورځ وویل چې طالبانو د کابل په هوایي ډګر کې پر ملکي وګړو برید په کلکه غندلی دی. هغه دا هم وویل چې طالبان به امنیتي وضعیت ته نږدې پاملرنه وکړي او د خلکو امنيت به خوندي کړي او د ناوړه ځواکونو د مخنیوي لپاره به خپله ټوله هڅه وکړي.

داعش د اګست پر ۲۶مه د يوې اعلامیې په خپرولو سره وويل چې د کابل له هوایي ډګر بهر یې ځانمرګی برید کړی دی. په ورته ورځ، د امريکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د امريکا په اند، افغانستان کې د داعش فرعي ډلې دغه برید تر سره کړی او هغه اردو ته امر کړی و چې پر دې ډلې برید وکړي. تر اوسه پورې، امریکا تایید کړې چې برید د امريکايي سرتېريو د ۱۳ تنو د مړینې او ۱۸ تنو د ټپي کېدو لامل شوی دی. د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکریټرې جين پساکي په همدې ورځ وويل چې د اګست تر ۳۱مې نېټې مخکې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ايستلو پلان نه دی بدل شوی.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې دا برید له ۲۰۱۱ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو سخت برید و. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ګوته کړې چې امريکا او ملګري هېوادونه یې ۲۰ کاله په افغانستان کې ترهګرو ته د ماتې ورکولو په هڅه کې تیر کړل، خو ياد برید ښيي چې ترهګر لاهم یو ګواښ دی. د امريکا څېړونکو وويل چې دې برید د امريکايي ځواکونو د ايستلو ستونزه او خطر هم ډیر کړی.