د چين په دننه کې خلکو ته څه له پاسه دوه ميليارډ ډوزه د کرونا ضد واکسين ورکړل شوی دی
CRI2021-08-28 14:44:20
شريکول:

د چين د روغتيا کميټې ويبپاڼې د اګست پر ۲۷مه نېټه خبر ورکړ، چې د روانې مياشتې تر ۲۶مې نيټې پورې په ټول هېواد کې خلکو ته څه له پاسه دوه ميليارډ ډوزه د کرونا ضد واکسين ورکړل شوی دی. په چين کې د واکسين د کولو او د واکسين منوونکو شمېر په ټوله نړۍ کې دواړه لومړی مقام نيسي.

چين نه يوازې د خلکو ژوند او روغتيا ته په درنه سترګه ګوري، بلکې په چين کې د بهرنيانو ژوند او روغتيا ته پاملرنه کوي چې په زياتو ځايونو کې دغو بهرنيانو ته د کرونا ضد د چيني واکسين د ورکولو کارونه ترتيب شوي دي.

چين د اګست تر نيمايي پورې څه له پاسه سلو هېوادونو ته د واکسينونو ورکولو مرستې برابرې کړې دي او څه له پاسه شپيتو هېوادونو ته دغه واکسين صادر کړی چې عمومي شمېر نژدې ۸۰۰ ميليونه ډوزې ته رسيدلی او په ټوله نړۍ کې لومړی مقام نيسي.