د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت منلې چې د افغانستان له طالبانو سره يې ډيپلوماتيک تماسونه نيولي
CRI2021-08-28 14:43:35
شريکول:

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت په هم دې ورځ د اګست پر ۲۷مه نېټه دا منلې ده، چې د دغه هېواد ډيپلوماتانو په وروستيو ورځو کې د افغانستان له طالبانو سره تماسونه نيولي دي.

په همدې ورځ د قطر په پلازمينه دوحه کې د سياسي دفتر وياند محمدسهيل شاهين په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر مسؤل شيرمحمد عباس ستانکزي د روانې مياشتې پر ۲۶مه نېټه په دوحه کې د فرانسې د ځانګړي استازي په مشرۍ له پلاوي سره ليدنه وکړه او د افغانستان د اوسنيو حالاتو او سياست په هکله يې بحث وکړ.

د فرانسې اړوندو ډيپلوماتانو وروسته دا منلې ده، چې فرانسې په وروستيو ورځو کې په کابل او دوحه کې له طالبانو سره تماسونه نيولي تر څو له افغانستان څخه د فرانسويانو د وتلو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.