شي جين پينګ د فليپين له ولسمشر روډريګو ډوټريټي سره ټليفونې خبرې وکړې
CRI2021-08-28 14:44:04
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست پر ۲۷مه نېټه د فليپين له ولسمشر روډريګو ډوټريټي سره ټليفونې خبرې وکړې.

 شي جين پينګ ويلي، چې په تېرو څو کلونو کې د چين او فليپين تر منځ اړيکې ښې لورې ته له بدلولو وروسته ټينګې او نژدې شوې. د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې د دواړو هېوادونو خلکو ته واقعي ګټې رسولې دي او د دې سيمې په سولې او ثبات کې يې رغنده انرژې اچولې ده. چين له فليپين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، له فليپين څخه ملاتړ کوي، چې خپلواکۍ او سوله ايزې ډيپلوماتيکې تګلارې غوره کوي، غواړي له فليپين سره دوستۍ او باور ټينګ کړي او د ښو ګاونډيو هېواونو د دوستې پر لارې ټينګار کوي تر څو د دواړو هېوادونو اړيکې په سمې لارې کې ثابت پرمختګ وکړي.

د فليپين ولسمشر ډوټريټي ويلي، د چين کمونېست ګوند د جوړېدو سلمې کليزې پړاويز اهميت لري او دا د دغه ګوند ستر تاريخي برياليتوب دی چې په وروستيو نهو کلونو کې څه له پاسه ۸۰۰ ميليونه خلک له بېوزلۍ څخه وتلي دي. زه په دې اړه چين ته مبارکي وايم. فليپين له چين سره دوستۍ ته ارزښت ورکوي او د جيو پولتيک سياست په چارو کې به د چين ګټو ته زيانونه و نه رسوي او غواړي د سيان هڅونه وکړي چې له چين سره اړيکې دوامې کړي.