د امريکا جمهوري غوښتونکي ګوند له بایډن څخه د استعفاء غوښتنه وکړه
cri2021-08-28 10:46:06
شريکول:

د امريکا د رسنيو د خبر له مخې، د ځايي وخت د اګست پر ۲۶مه، د افغانستان د کابل په هوايي ډګر کې بمبارۍ لږ تر لږه ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل. تر هغه وروسته د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند یو شمیر غړو په عامه توګه د افغانستان په اړه د جو بایډن پر پالیسیو نيوکه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې بایډن دي له ولسمشرۍ څخه استعفاء وکړي او د استيضاح پروسې پیل کولو وړاندیز یې وکړ.

په میسوري ایالت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي جوش هولي په اند، دا روښانه ده چې بایډن د رهبرۍ اراده او توان نه لري او هغه باید استعفاء ورکړي.

د کابل په هوایی ډګر کې له چاودنې وروسته، د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند ډیری غړي د بایډن د حکومت په دې انتقاد کې شامل شول چې "په افغانستان کې د امریکایي اتباعو او د میشتو افغانانو خطر مخ پر زياتېدو دی."