بهرنيو څېړونکو د امريکا له لوري د کرونا ريښې موندلو چارو سياسي کېدل وغندل
cri2021-08-29 10:54:11
شريکول:

د چین او امريکا څېړنيز مرکز په نوم د امریکايي فکري مرکز څېړونکي سولاب ګوپتا د چين له مېډيا ګروپ سره د مرکې پر مهال ويلي، چې د کرونا ريښې د موندلو چارې بايد د ساينسپوهانو له لوري ترسره شي، خو اوس د امريکا استخبارتي اداره د دغو چارو مشري کوي، چې له امله يې دغه چارې سياسي شوي او د ساينسپوهانو کارونه له ډېرو خنډونو سره مخ شوي دي. نوموړي زياته کړې، چې امريکا د کرونا وبا پر وړاندې د چين د مبارزې د بريا بدنامول غواړي او د امریکا دغه کړنه د کرونا وبا پر وړاندې نړيوالې مبارزې ته زيانونه رسوي.

د السلوادور پارلماني غړي فلوريس د چين له مېډيا ګروپ سره د مرکې پر مهال ويلي، چې امريکا او ځيني نور هېوادونه د کرونا ريښې موندلو په برخه کې پر چين تورونه لګوي، چې دغو هېوادونو کرونا وبا په ښه توګه نه ده مهار کړې او د خپلو خلکو اړتياوې يې نه دي پوره کړې. نوموړي زياته کړې، چې دغو هېوادونو د دسيسې تيوري خپره کړې او وايي چې، کوويډ-۱۹ د چين د وو هان له لابراتوار څخه خپور شوی دی . په  حقیقت کې پدې اړه هېڅ ساينسي شواهد نه دي پيدا شوي او د دغې دسيسې تیوري د چين د بدنامولو په موخه  خپره شوې ده.