په افغانستان کې د چين له لوی سفير سره د چين مېډيا ګروپ مرکه
CRI2021-08-29 14:54:47
شريکول:

د چين مېډيا ګروپ د سي جي ټي ان تلويزيون وياندې تيان وې د اګست په ۲۸مه نېټه د افغانستان د حالاتو په هکله په دغه هېواد کې د چين له لوی سفير وانګ يو سره ځانګړې مرکه وکړه.

سفير وانګ يو د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې افغانستان د چين يو مهم ګاونډی هېواد دی او په افغانستان کې د چين سفارت تل د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ ټينګښت لپاره هلې ځلې کړې دي. ده زیاته کړه، چې د چين د سوداګرۍ وزارت لخوا د  خپرو شویو ارقامو له مخې، سره له دې چې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او تجارتي اړيکې د کرونا وبا  له امله اغېزمنې شوي ، خو لا هم په ثابته توګه د پرمختګ په حال کې  دي.

وانګ يو په سياسي، اقتصادي او تجارتي چارو کې د چين او افغانستان تر منځ د همکاريو په هکله څرګنده کړه، چې په وروستيو کلونو کې افغانستان د هوايي دهليز له لارې په لنډه موده کې  چین ته څه دپاسه دری زره ټنه جلغوزې صادرې کړي، چې ارزښت یې څه له پاسه ۳۴ ميليونه ډالرو ته  رسیږي او  دغه راز د زعفرانو او غالیو په شمول ځانګړي توليدات هم چين ته صادر شوي دي. برسېره پر دې، په افغانستان کې د کرونا وبا له رامنځته  کېدو راهيسې چين په رغنده توګه دغه هېواد ته د تنفس ماشينونو، د اکسيجن توليد ماشينونو، د کوويډـ۱۹ کيټونو او د کرونا ضد واکسين په شمول توکي دغه هېواد ته ليږلي دي.

سفیر وانګ يو وویل، چې چين تل په افغانستان کې د بنسټيزو تاسيساتو او د خلکو ژوند د ښه کولو لپاره د ګټورو پروژو ملاتړ کړی دی. هغه  زیاته کړه، په ټولنيزو رسنيو کې مې د چين په مرسته د کابل پوهنتون د نوې تدریسي ودانۍ او تالار انځورونه خپاره  کړل، چې په زرګونو افغان انټرنيټ کاروونکو ورباندې تبصرې وکړې او خوښ یې کړل. دوی وويل، چې دغه نوې ودانۍ او تالار ډېر ښايسته دي او له چين څخه يې مننه وکړه.

وانګ يو ويلي، افغانستان د يو کمربند او يوې لارې له پلان څخه لومړنۍ ګټې تر لاسه کړې دي. چين به په راتلونکې کې په دوامداره توګه د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې جوړولو د مفکورې پر بنسټ د افغانستان او د سيمه ايزو هېوادونو تر منځ تګ راتګ  وهڅوي، تر څو له دغه هېواد سره مرسته وشي، چې د خپلې جغرافیایي ښېګڼې له مخې د دغه هېواد خلکو ته ګټې ورسیږي.

اوسمهال د افغانستان حالات د چټک بدلون په حال کې دي او په کابل کې حالات ډېر ثابت او روښانه نه  دي. د راتلونکو ناڅرګندو لاملونو پر وړاندې وانګ يو ويلي، افغانان له ډېرو جګړو څخه تېر شوي او د سولې په اړه ټينګې تمې لري. چين د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ، د خاورې بشپړتيا درناوی کوي، د افغانستان په کورنيو چارو کې د نه لاس وهنې پر تګلارې ټينګار کوي او تل غواړي د دغه هېواد د مسئلې د سياسي حل و فصل لپاره رغنده رول ولوبوي.

وانګ يو زياته کړه، چې چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره همغږي پياوړې کړي او د افغانستان مختلفې ډلې وهڅوي، چې پرانيستی او ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي، نرمې او سالمې بهرنۍ او کورنۍتګلارې غوره کړي، له ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره په تېره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې وساتي. په افغانستان کې به د چين سفارت په پر له پسې ډول د دغه هېواد د حالاتو بدلون او پرمختګ ته پاملرنه وکړي، له بېلا بېلو ډلو سره به تماسونه ونيسي او  د چين او افغانستان تر منځ د دوستۍ ټيڼګولو چارې به پیاوړې کړي.