شي جين پينګ: په چين کې بېلابېل قومونه په يوه داسې ټولنه کې ژوند کوي چې برخليک يې سره ټينګ تړلی دی
cri2021-08-29 12:05:08
شريکول:

د چين د واکمن کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اګست پر ۲۷ مه او ۲۸ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه بېجينګ کې د قومي چارو ملي غونډه ترسره کړه.

د چين د دولت رئيس او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پینګ په روانه غونډه کې  د قومي چارو د اصلاحاتو په اړه د دغه ګوند مفکوره بيان کړه. نوموړي وويل، په چين کې بېلابېل قومونه په يوه داسې ټولنه کې ژوند کوي، چې برخليک يې یو له بل سره ټينګ تړلی دی او دغه مفکوره بايد د بېلابېلو قومونو خلکو ته په ښه توګه وروپېژندل شي.

نوموړي د چين د بېلابېلو قومونو کلتور د ټول چيني ملت د کلتور لپاره اړينې او مهمې برخې بللي او ويلې يې دي، چې د ټول چيني ملت کلتور د يوې ونې د لويې برخې په څېر او د بېلابېلو قومونو کلتور د دې ونې د څانګو او پاڼو په شان دي.  د دې ونې څانګې او پاڼې یوازې په هغه صورت کې زياتېږي او لويېږي ، چې د ونې لویه برخه قوي شي.

د چين کمونېست ګوند په خپل هېواد کې د بېلابېلو قومونو يووالي او ګډ پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له دې مخکې يې د قومي چارو په اړه څلور غونډې په وار سره په ۱۹۹۲م کال، ۱۹۹۹م کال، ۲۰۰۵م کال او ۲۰۱۴ م کلونو کې جوړې کړې.