د امريکا ولسمشر جوبايډن د اګست په ۲۸مه نېټه وويل، چې د امريکايي پوځ د اټکل له مخې په راتلونکو ۲۴ او يا ۳۶ ساعتونو کې په کابل کې د ترهګريزو بريدونو د بيا رامنځته کېدو امکان شته.
هغه په همدې ورځ له دولتي امنيتي چارواکو سره د افغانستان د وضعيت په باب تر بحثونو وروسته په يوه اعلاميه کې وويل، چې د کابل وضعيت له خطرونو سره مخ دی او د دغه ښار په هوايي ميدان کې ترهګريز ګواښونه شتون لري. د امريکايي پوځ لارښوونکي وويل، چې ښایي په دغه هوايي ميدان کې په راتلونکو ۲۴ او يا ۳۶ ساعتونو کې ترهګريز بريدونه وشي.(غاټول)