د چين د بهرنيو چارو وزارت معين ما جاو شوی ، په امریکا کې د چين سفارت او د چين د روغتيا کمېټې مرستيال څنګ يي شين پدې وروستيو ورځو کې د امريکا هغه راپور په کلکه وغانده، چې د امریکايي استخباراتي ادارې لخوا جوړ شوی او پکې له شواهدو پرته د کرونا ريښې موندلو د بې پايلې چارو مسئوليت پر چین اچول شوی دی.
چين وايي، چې د امريکا ياد راپور له ساينسي اصولو سره سمون نه لري او د باور وړ نه دی او د امريکا هدف پر چين خپل مسئوليت اچول دي. یادو ادارو زیاته کړې، چې د کرونا د ريښې موندلو چارې بايد د ساينسپوهانو له لوري ترسره شي، خو امريکايي سياسيونو دغه دنده خپلو استخباراتي ادارو ته سپارلې او د دې ترڅنګ يې له چين څخه غوښتي، چې ساينسي اصول مراعت کړي. د دوی په وینا، امریکا ساينس تر پښو لاندې کوي او د ټولو انسانانو پر ژوند خپلې سترګې پټوي.
د روغتيا نړيوال سازمان د متخصصينو ډلې تراوسه د کرونا د ريښې موندلو لپاره چين ته دوه ځله سفرونه کړي او د خپلې پلټنې په راپور کې يې هغه نظر رد کړی، چې وايي کوويډ-۱۹ ښايي د چين له لابراتوار څخه خپور شوی وي.