د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اګست په ۲۷مه نېټه په يوه انلاين غونډه کې د افغان کډوالو په اړه بېړنی سيمه ييز پلان وړاندې کړ او ويې ويل، چې د روان کال تر پايه پورې به په افغانستان کې پنځه لکه کډوال زيات شي. دغه ارګان د افغانستان له ټولو ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې له اوسني بحران څخه وتلو افغانانو ته سرحدي دروازې خلاصې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د لوړې کچې مرستيالې وويل، چې د دغه پلان له مخې بايد د م م د سږنيو عملياتو د تر سره کولو لپاره ۲۹۹ مليونه امريکايي ډالره راغونډ شي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستۍ چارو د همغږۍ ادارې په همدې ورځ له اړوندو خواوو وغوښتل، چې پيسې برابرې کړي او د دې ترڅنګ يې وويل، چې د روان کال په پيل کې اټکل شوی هغه شمېر د حيرانتيا وړ دی، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ ميليونه افغانان به بشري مرستو ته اړتيا ولري. یادې ادارې زیاته کړه، چې د کړکېچ، وچکالۍ او د کرونا وبا له امله به دغه شمېر لازيات شي.