د امريکا او افغانستان ملکيانو پر امریکايي حکومت نيوکه کړې، چې په افغانستان کې يې جګړه پيل کړې وه.
cri2021-08-29 14:51:30
شريکول:

شل کاله دمخه امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم افغانستان ته داخله شوې، خو اوس په غير مسؤلانه توګه يې خپل سرتيري ايستلي، چې له امله يې په افغانستان کې وضعيت ترينګلی شوی او د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ دی. د امريکا او افغانستان ملکيانو د امريکایي حکومت دغه بده کړنه وغندله.

د کابل یو مذهبي مشر وايي، په تېرو شلو کلونو کې امریکا د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره هېڅ يو کار نه دی کړی. کومه فابريکه او بندر د امريکا له خوا جوړ شوی و؟ د دوی له خوا جوړشوي لرګين کورونه او ودانۍ په اخر کې  پخپله د دوی له خوا ويجاړ شوي دي.

د نيويارک ښار اوسېدونکي نبيل اروي وايي، د افغانستان اشغال يو ښه نظر نه دی او دغه کار په لويديځ تاريخ کې په برياليتوب سره نه دی تر سره  شوی. زما په اند امريکا  ته پکار نه وه، چې افغانستان ته داخله شي او هلته ځکمني پوځ ځای پر ځای کړي .(غاټول)