د افغانستان مسئلو په هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي د قطر د صدراعظم له مرستيال سره وکتل
cri2021-08-29 14:52:13
شريکول:

د افغانستان مسئلو په هکله د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي يو شياو يونګ د اګست په ۲۶مه نېټه د قطر د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د افغانستان د اوسني وضعيت او د ستونزو د سياسي حل په هکله د نظريو تبادلې وکړې. دواړه خواوې ګډ نظر لري، چې د افغانانو تر مشرۍ او حاکميت لاندې د افغان سولې بهير پر اصول دې ټينګار وشي او د جګړې ښکېلې خواوې بايد د سوله ييزو خبرو اترو له لارې ټول شموله سياسي لايحه ولټوي، تر څو د افغانستان وضعيت په ثابته توګه روان او سيمه ييز سوله او ثبات رامنځته شي.

يوه شياو يونګ زياته کړه، چې چين د کابل د هوايي ډګر په بريد کې د اړول شوې سختې مرګ ژوبلې په هکله خواشیني څرګنده کړه او دغه کړنه يې سخته وغندله. ده همداراز وویل، چې چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وکړي. (غاټول)