په نړۍ کې د لومړي لوی سياسي ګوند خوب د بادارۍ لټول نه ، بلکې د نړۍ لپاره خدمتونه دي
cri2021-08-29 14:53:06
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند ښه خوب لري، خو خوب يې په نړۍ کې د بادارۍ لټول نه، بلکې د نړۍ لپاره خدمتونه دي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې مطبوعاتي څانګې په دې وروستيو ورځو کې د دغه ګوند د تاريخي دندې او عملي ارزښت په هکله سند خپور کړ، چې پکې ياده محتوا د پاملرنې وړ ده.

د چين کمونېست ګوند پدې باور دی چې که ګرده نړۍ ښه وي، نو چين به ښه وي. که چین ښه پرمختګونه ومومي، نو په نړۍ کې به لا زيات پرمختګونه وموندل شي.

د نوي چين له جوړېدو راهيسې چين يوه جګړه نه ده پيل کړې او پر نورو هېوادونو يې تېری نه دی کړی. اوس چين د م.م د سوله ساتونکو عملياتو په برخه کې دوهم لوی پيسې برابروونکی هېواد دی او نورو هېوادونو ته يې د م.م تر نورو دايمي غړو هېوادونو زيات سوله ساتونکي ليږلي دي. له بلې خوا چين د ځاني پرمختګ له لارې د نړيوال ګډ پرمختګ لپاره هڅې کوي.

د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په رڼا کې د نړيوال ګډ پرمختګ لپاره يو مهم ډګر برابر کړی دی. د دې ترڅنګ د چين کمونېست ګوند د انسانانو د ګډ برخليک د ابادۍ مفکوره غوره کړې ده.

د چين د کمونېست ګوند له سل کلن پرمختيایي تاريخ څخه ښکاريږي، چې په نړۍ کې د تر ټولو لوی ګوند په توګه دغه ګوند نه يوازې د چينايانو د نيکمرغه ژوند د لټولو لپاره، بلکې د انسانانو د پرمختيايي چارو د ودې لپاره هڅې کړې او کوي يې.(غاټول)