شي جين پينګ د کیوبا د دولت له رئيس دياز کانيل سره تليفوني خبرې وکړې
cri2021-08-30 16:24:01
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په دېرشمه نېټه د کيوبا د دولت له رئيس دياز کانيل سره تليفوني خبرې وکړې. د کيوبا د دولت رئيس دياز کانيل د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د کيوبا د کمونېست ګوند د عمومي منشي رول کاسترو نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړې او د دغه هېواد د کورني وضعيت په باب يې معلومات ور کړل.شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې سره وويل چې د کيوبا د کمونېست ګوند په مشرۍ د دغه هېواد خلک له بادارۍ څخه ويره نه لري او خپلې انقلابي لاسته راوړنې يې ساتلې دي. تاريخ ته په کتو،سوسياليستي چارې په اسانه توګه تر سره کيږي. د چين په اند مونږ بايد د مختلفو هېوادونو د ټولنيزې پرمختيايي لارې د انتخاب حق ته درناوی وکړو او پر نورو هېوادونو له يو اړخيزو بنديزونو سره  او د دوی په کورنيو چارو کې د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره کلک مخالفت وکړو. چين د کيوبا له هغې کړنې څخه ملاتړ کوي چې له خپلو مشخصاتو سره سم په پرمختيایی لوري روان دی.(غاټول)