د امريکا په شکمنو لابراتوارونو کې دې پلټنې تر سره شي
CRI2021-08-30 15:23:13
شريکول:

دامريکا استخباراتي ادارې په دې وروستيو کې د کوويډ-۱۹ ويروس د ريښې د لټون په اړه په يو بې بنسټه او جعلي راپور کې ويلي، چې له لابراتوار څخه د دغه ويروس د خپرېدو امکان نه شي رد کيدای. چين د کوويډ-۱۹ ويروس د لټون له علمي لارو چارو څخه ملاتړ کوي. د روغتيا نړيوال سازمان او چين د کارپوهانو ډلې د روان کال د مارچ په پای کې د يو راپور په خپرولو سره د چين له لابراتوار څخه د کوويډ-۱۹ ويروس د خپرېدو امکان رد کړی دی. اوس امريکا له لابراتوار څخه د ويروس د خپرېدو پر نظر ټينګار کوي، نو دغه هېواد بايد د عدالت او برابرۍ پر اصول خپل شکمن بيولوژيکي لابراتوارونه د پلټنو لپاره پرانيزي.

د نړۍ ساينسپوهانو دا منلې، چې په چين کې د کوويډ-۱۹ ريښې د لټون په اړه پلټنې پای ته رسيدلي دي او په دې برخې کې د چين پرانيستې، رڼه او مسئولانه رويه يې ستايلې ده. د چين د روغتيا ملي ادارې مسئول وويل، چې د روغتيا نړيوال سازمان کارپوهانو په چين کې د کوويډ-۱۹ د ريښې د پلټنو پر مهال له هغو ټولو ادارو څخه ليدنې او له هغو ټولو کسانو سره يې کتنې کړي او هغه ټول معلومات او اسناد يې لوستلي چې دوی د اړتياوو په خپله انتخاب کړي وو، نو ځکه نړيوال د دغو ساينسپوهانو او چيني کارپوهانو له خوا خپور شوی راپور علمي ازموينه بولي. دا د د نړيوالو سانيسپوهانو ګډه نظريه ده، چې وايي ((کوويډ-۱۹ ويروس د وو هان لابراتوار پورې اړه نه لري)).

امريکا د کوويډ-۱۹ ريښې د پلټنو د لومړي پړاو پر نتيجې سترګې پټې کړي او بيا بيا يې (( له لابراتوار څخه د دغه ويروس د خپرېدو )) نظريې د خپرولو لپاره هڅې کړي دي، حتی استخباراتي ادارې يې د ولسمشر جوبايډن د حکم له مخې په ۹۰ ورځو کې د تش په نوم راپور په خپرولو سره غولوونکې نظريه څرګنده کړې او غواړي له دې لارې پر چين ککړې اوبه واچوي. د امريکا له دغو کړنو څخه نړيوالو ته  يو ځل بيا ښکاره شوه، چې ځيني امريکايي سياستوال پر چين د خپلې ناکامۍ مسئوليت اچوي او د چين د بدنامولو لپاره هېڅ کوښښ نه سپموي.

ټولو ته معلومه ده، چې د وو هان څېړنيز انسټېټيوټ دوه ځله د روغتيا نړيوال سازمان ليدنې منلي، خو امريکا تر اوسه پورې ساينسپوهانو ته خپل بيولوژيک لابراتوارونه نه دي پرانيستلي. د دغه هېواد د فورټ ډټريک بيولوژيک لابراتوار او شمال کاروريڼا پوهنتون د کرونا ويروس د څېړنې په برخه کې اوږد تاريخ او د خونديتوب بد ريکارډونه لري او د نړيوالې ټولنې له زياتو شکونو سره مخ دي. که امريکا پر دې ټينګار کوي، چې له لابراتوار څخه د کوويډ-۱۹ ويروس د خپرېدو امکان نه شي رد کيدای، نو لومړی بايد نوموړي دوه لابراتوارونه د نړيوالو پلټنو لپاره پرانيزي.

فورټ ډټريک بيولوژيک لابراتوار د ۲۰۱۹م کال په جولای کې په لنډمهالي توګه بند شوی و او هغه وخت دغه لابراتوار ته نژدې د ويرجينيا ايالت په يوه استوګنيزه سيمه کې (( د برقي سيګريټ ناروغي ))  رامنځته شوې وه، چې د ناروغانو نښې نښانې يې پر کوويډ-۱۹ د اخته کسانو له نښو نښانو سره ورته والی ښيي. په شمال کاروريڼا پوهنتون کې د باريک په نوم ډلې د کرونا ويروسونو د مصنوعي پيوستون او بدلون  توان خپل کړی او د ۲۰۱۵م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۰م کال د جون تر لومړۍ نېټې پورې د جينيک پروژې او جراسيم په اړه د ۲۸ پېښو راپورونه يې وړاندي کړي، چې له دې جملې څخه د سارس او ميرس په شمول۶ پېښې د کرونا ويروسونو پورې اړه لري.

بر سيره پر دې، امريکا په ګرده نړۍ کې د خپلو ۲۰۰ بيولوژيکي لابراتوارونو په اړه خوله چوپه نيولې ده. د خبري رسنيو د خبرونو له مخې، په هغو ځينو ځايونو کې، چې هلته امريکايي بيولوژيک لابراتوارونه شته، په لويه پيمانه د خطرناکو ساري ناروغيو د خپرېدو حالت رامنځته شوی دی.

په امريکا کې د کوويډ-۱۹ د ريښې د پلټنو د تر سره کولو په اړه د نړيوالې ټولنې غږ پورته شوی دی. د سي جي ټي اېن فکري ارګان په دې وروستيو کې د کرونا ويروس د سرچينې د لټون په اړه پر ټولنيزو شبکو د نړۍ په ډېرو ژبو نظرپوښتنې تر سره کړي، چې له مخې يې، ۸۳ اعشاريه ۱ سلنه ګډون کوونکو يې په امريکا کې د کرونا ويروس د سرچينې د پلټنې غوښتنه کړې ده. تر ۲۵ ميليونو زياتو چيني انټرنيټ کاروونکو په امريکا کې د اړوندو پلټنو د غوښتنې په اړه يو ګډ پيغام لاسليک کړی دی.

امريکا بايد د نړيوالو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.