شي جين پينګ د اکوادور له ولسمشر سره ټلېفوني خبرې وکړې
cri2021-08-30 15:18:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۰ مه نېټه د اکوادور له ولسمشر ګولېرمو لاسو سره ټلېفوني خبرې وکړې. نوموړي وويل، چې چين د دې ستاينه کوي چې اکوادور له چين سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. په اوسنۍ نړۍ کې ستر بدلونونه پورته شوي او کرونا وبا هم پر ټولو هېوادونو لمن خوره کړې ده. چين او اکوادور هراړخيز ستراتيژيک همکاران دي، دواړه هېوادونه بايد خپلو ستراتيژيکو او اوږدمهالو اړيکو پرمختګ ورکړي او يو له بل سره دې همکارۍ وکړي. چين غواړي، د کرونا وبا پر ضد په روانه مبارزه کې له اکوادور سره مرستو ته دوام ورکړي.

کولېرمو لاسو وويل، چې اکوادور د کرونا وبا ضد مبارزې ته د سياسي رنګ ورکولو سره مخالفت کوي او هيله ده، چې له چين سره د کرونا ضد واکسين په اړه همکارې ژورې کړي. اکوادور چين تر ټولو مهم هراړخيز ستراتيژيک ملګری بولي او د چيني شرکتونو هرکلی کوي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

(مينه)