په کابل کې پر يوه استوګنځي بريد شوی، چې له امله يې ۶ عام وګړي وژل شوي
CRI2021-08-30 10:17:52
شريکول:

طلوع نيوز خبر ورکړی، چې د اګست په ۲۹مه نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې نړيوال هوايي ډګر ته نژدې پر يوه استوګنځي راکټ لګېدلی چې له امله يې شپږ عام وګړي وژل شوي دي.

د خبر له مخې، ياد راکټ د کابل په ۱۵مې ناحيې کې پر يوې ودانۍ لګېدلی، چې له امله يې د ۴ ماشومانو په شمول ۶ عام وګړي وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د امريکا مرکزي قوماندانۍ په ۲۹مه نېټه وويل، چې امريکايي ځواکونو په همدې ورځ کابل کې د داعيش د فرعي څانګې پر يوې موخې هوايي بريد کړی دی.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ وياند بيل اربان په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د امريکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په همدې ورځ کابل کې پر يو موټر هوايي بريد کړی او پر هوايي ډګر د داعيش د بريد مخه يې نيولې ده. په دې اعلاميه کې راغلي، چې امريکايي ځواکونو د پوره مالوماتو په اساس د داعيش پر هغه موټر هوايي بريد کړی، چې له چاودېدونکو توکو بارو.