ايران او سوريه به د لوېديځو هېوادونو د بنديزونو پر وړاندې خپل مقاومت لا پياوړی کړي
cri2021-08-30 11:26:39
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللحيان د اګست په ۲۹مه نېټه د سوريې پلازمينې دمشق ته رسېدلی او هلته يې د ولسمشر بشر الاساد او د بهرنيو چارو وزير مقداد په ګډون د دغه هېواد د ځينو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.

نوموړي او الاساد په دغه ليدنه کې ويلي، چې دواړه هېوادونه به په پر له پسې ډول خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، په ټولو برخو، په تيره بيا د سوداګرې برخه کې به په لا لوړ معيار همکاريزې اړيکې ټينګې کړي، څو دواړه هېوادونه د لوېديځو هېوادونو له اقتصادي بنديزونو او کلابندۍ سره سره په لا ښه توګه وده او پرمختګ وکړي.

نوموړي د سوريې له خارجه وزير فيصل مقداد سره د ګډې علاقې وړ سيمه ييزو مسئلو په باب هم بحثونه کړي، مقداد له غونډې وروسته وويل، چې په افغانستان کې د امريکا ستره ناکامي به د سوريې په ګډون د نړۍ ټولو هغو هېوادونو ته لوی پيغام وي، چې ازادي، خپلواکي او ملي حاکميت غواړي. (شکريه)