د امريکا چارواکي: د کابل پر هوايي ډګر توغول شوي پنځه توغندي يې شنډ کړي
CRI2021-08-30 15:04:24
شريکول:

د امريکا خبري رسنيو په ځايي وخت د اګست په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ، چې امريکايي چارواکي دا ومنله چې د افغانستان په وخت د اګست په ۳۰مه نېټه پنځه توغندي د کابل پر هوايي ډګر توغول شويدي. دغه چارواکي ويلي، چې د C-RAM دفاعي سيستم دغه پنځه توغندي په هوا کې شنډ کړي او تر اوسه د امريکايي پوځ د مرګژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د امريکا د سپينې ماڼۍ وياند هم په همدې ورځ يوه مطبوعاتي غونډه کې د دغه خبر پخلی کړی دی. نوموړي وويل، د امريکا ولسمشر جو بايډن پر حالاتو خبر دی او يادې پيښې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ پر وتلو هيڅ اغيزه نه ده کړی.