چين او امريکا د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې وکړې
cri2021-08-30 10:58:36
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۲۹مه نېټه د امريکا له خارجه وزير انتوني بلينکن سره د افغانستان د حالاتو او د دواړو هېوادونو د اړيکو په باب ټليفوني خبرې وکړې.

بلينکن وويل، چې له افغانستانه د امريکايي اتباعو اوباسل اوس په کليدي بهير کې دي، امنيت شورا دې له طالبانو څخه غوښتنه وکړي، چې له افغانستانه د بهرنيانو د خوندي وتلو او له افغانانو سره د مرستو لپاره ښه زمينه برابره کړي او دغه هېواد يو ځل بيا د تروريزم په خوندي ځالې بدل نه شي.

وانګ يي وويل، چې د افغانستان حالات بدل شوي او اړوندې خواوې دې له طالبانو سره مثبت تماسونه ونيسي. واقعيتونه دا بيا ثابتوي، چې په افغانستان کې روانې جګړې ترهګريزې ډلې له منځه نه دي وړي، له دغه هېواده د امريکا او ناټو ځواکونو بيړني وتل ښايي د تروريستې کړنو د بيا رامنځته کېدو سبب وګرځي. امريکا دې د افغانستان خپلواکۍ او حاکميت ته د درناوي پر بنسټ د ترهګريزو کړنو د له منځه وړلو لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي او په دې ساحه کې دې دوه ګونې معيارونه يا يو اړخيز عمليات نه غوره کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې امريکا د افغانستان د اوسنيو ترينګليو حالاتو د رامنځته کېدو سبب پېژني، که امنيت شورا په دې اړه غوره اقدامات وکړي، نو د اوسنيو حالاتو د ښه والي او په دغه هېواد کې د واک د سالم انتقال لپاره به ګټور وي.

بلينکن د چين له ياد نظرونو سره تفاهم وښود. (شکريه)