د اسرائيل ځواکونو او د فلسطيني لاريونوالو ترمنځ بيا اخ و ډب شوی
CRI2021-08-30 11:03:47
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل ځواکونو د اګست په ۲۹مه نېټه د فلسطين له مظاهره کوونکو سره د اسرائيل او غزې سيمې پر پوله بيا اخ و ډب کړی چې له امله يې ۱۸ فلسطينيان ټپيان شوي دي. دا د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د ورځې په جريان کې دوهم تاوتريخوالی و.

سلګونو فلسطينيانو د روانې مياشتې د ۲۹مې نېټې په مازديګر، يادې پولې ته نژدې لاريون تر سره کړ او له اسرائيل څخه يې وغوښتل، چې پر غزې بنديزونه لغوه کړي. د اسرائيل رسنيو خبر ورکړی، چې مظاهره کوونکو پر اسرائيلي ځواکونو ډبرې او اور اچوونکي بمونه غورځولي او اسرائيلي ځواکونو پر لاريونوالو اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی. د غزې روغتيايي ادارې ويلي، چې د دې لاريون او اخ و ډب له امله ۱۸ فلسطينيان ټپيان شوي دي.