وينزويلا : امريکا د کوويډ-۱۹ پلټنيزو چارو ته سياسي رنګ ورکوي، دا ډېر خطرناکه کړنه ده
cri2021-08-30 14:28:32
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د وينزويلا حکومت د اګست په ۲۹مه نېټه د يوې بيانيې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې د امريکا له لوري د کوويډ-۱۹ ريښې موندلو چارو سياسي کېدل ډېر خطرناک دي او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې بايد د دې کړنې هغه و نه نيسي او غندنه يې وکړي.

د وينزويلا د بهرنيو چارو وزارت د همدې ورځې په شپه په خپلې ويبپاڼې او پر ټولنيزو رسنيو د يوې بيانيې په خپرولوسره ويلي، چې د امريکا حکومت غواړي د کوويډ-۱۹ سرچينه چين پسې وتړي، د امريکا دغه خطرناکه کړنه د ويروس د ريښې موندلو لپاره هيڅ ګټه نه لري. د ويروس ريښې موندل علمي مسئله ده او د بېلا بېلو خواوو ګډو همکاريو ته اړتيا لري. د وينزويلا حکومت د دې ويروس پر ضد نړيواله مبارزه کې د چين د خدمتونو او مرستو ستاينه او مننه کوي. (شکريه)