د امريکا يالې پوهنتون د طب پوهنځي مشر: د استخباراتو ادارې د ويروس د سرچينې د پيدا کولو توان نه لري
CRI2021-08-30 11:17:59
شريکول:

د امريکا يالې پوهنتون (Yale University) د طب پوهنځي مشر ستن ويرموند په دې وروستيو ورځو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې پر مهال وويل، چې د امريکا د استخباراتو مرکزي ادازې (CIA)په شمول د نړۍ د استخباراتو ادارې په سياسي، کلتوري او اقتصادي برخه کې کار کولی شي او دوی روغتيايي چارې نشي تر سره کولی او دغه ادارې د عمومي روغتيا او د ويروس د څېړنې په برخه کې هيڅ توان نه لري. CIA د سياسي موخې په پار غواړي، د کوويډـ۱۹ ويروس سرچينه پيدا کړي. ټول خلک غواړي پوهه شي، چې ويروس له کومه راغلی، خو د ويرموند په اند، د استخباراتو ادارې نه شي کولی، چې په دې برخه کې د خلکو لپاره شواهد برابر کړي. دا به ښه وي چې د روغتيا نړيوال سازمان، د امريکا د ناروغۍ د کنټرول او وقايې مرکز، د چين د ناروغۍ د کنټرول او وقايې مرکز او نور نړيوال همکاريز سازمانونه دغه مسئله وڅېړي او په ګډه مخ ته لاړ شي. ساينسپوهان کولی شي، چې په دې برخه کې ښه او هر اړخيز کارونه تر سره کړي.