په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۱۶۳۰۳۳۷۶ ته رسېدلی
CRI2021-08-31 09:58:10
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۳۰مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د ۳۰مې نېټې د ماښام تر ۵ بجو او ۵۱ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۸۸۵۵۲ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۲۱۶۳۰۳۳۷۶ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۷۶۹۸ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۴۹۸۴۵۱ ته رسېدلی دی.

( سپوږمۍ)