د امريکا د بهرنيو چارو پخواني مرستيال وزير په يوه علنی پيغام کې د کوويډ-۱۹ د ريښې موندلو په چارو کې پر چين د امريکا بې اساسه تورونه په ډاګه کړي
cri2021-08-31 15:02:26
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني مرستيال وزير کريستوفير فورډ د يوه علني پيغام په خپرولو سره ويلي، چې د دې وزارت يو شمېر کارکوونکو بې اساسه دروغ جوړ کړي، چې ګواکې کوويډ-۱۹ ويروس له لابراتوار څخه خپور شوی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وان ون بين د اګست په ۳۰مه نېټه په دې اړه وويل، چې نوموړی د کوويډ-۱۹ د ريښې موندلو په چارو کې پر چين د امريکا د بې اساسه تورونو يو بل ځواکمن شاهد دی

نوموړي وويل، د فورډ له دې پيغام څخه چې د سږ کال په جون مياشتې کې يې خپور کړی، مالومېږي، چې د امريکا د پخواني خارجه وزير مايک پامپيو د دې وزارت د تګلارو او پلانونو دفتر چارواکي ماوچون مايلس يوو او د تسليحاتي کنټرول او څارنې (AVC) په اړه د مرستيال خارجه وزير سلاکارانو توماس دينانو او ډاويډ اشير ته امر کړی، چې د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو کارپوهانو له شوې ارزونې سره سره دې د دغه هېواد د خارجه وزارت بېلا بېلو څانګو ته د چين پر حکومت دغه بې اساسه تور خپور کړي، چې کوويد-۱۹ ويروس د وو هان له لابراتوار څخه راپورته شوی دی.

فورډ څو څو ځله له يادو دوو چارواکو څخه غوښتي، چې د کوويډ-۱۹ د جدې څيړنې لپاره بايد ساينسپوهان راغونډ کړي او ورپسې AVC د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې د ساينسپوهانو غونډه تر سره کړه او دغو ساينسپوهانو د اړوندو حکومتي سندونو کليدي تيروتنو ته ګوتې ونيولې.

فورډ له غونډې وروسته د بهرنيو چارو وزارت څو لوړپوړو چارواکو ته د ايميل ليږلو له لارې د AVC تېروتنې په ډاګه کړې. (شکريه)