د ايران د بهرنيو چارو وزارت د امريکا پر ناکامې تګلارې انتقاد وکړ
CRI2021-08-31 10:46:41
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اګست په ۳۰مه نېټه وويل، چېتر اوسه يې د ايران د اټومي تړون په اړه د امريکا د رويې بدلون نه دی ليدلی او د جوبايډن حکومت په دغه برخه کې د پخواني امريکايي ولسمشر ناکامې تګلارې ته دوام ورکوي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، د روان کال په اپريل کې په ويانا کې د ايران د اټومي تړون د اړوندو خواوو تر منځ خبرې اترې تر سره شوې او د دغو خبرو اترو موخه د تړون د نوي متن جوړونه نه وه، بلکې لاسليک شوي تړون ته د امريکا بېرته ستنېدل وو. د خبرو اترو د نوي پړاو وخت به د اړوندو خواوو د ګډې نظريې له مخې وټاکل شي.